د افغانستان د شبکې معلوماتی مرکز (AfgNIC)

 

د افغانستان د شبکی معلوماتی مرکز چی د معلوماتی سیستمونو د امنیت ریاست تر چوکات لاندی کار او فعالیت کوی او موخه یی په هیواد کی د National Internet Registry of Afghanistan (NIRA) پروژی پر مټ د  Public IP مدیریت او سمبالول دی . د افغانستان د شبکی معلوماتی مرکز د هیواد د انترنت په زیربنا کی مهم او رغنده رول لری او همدارنګه پدی لاره کی هر وخت سیمنارونه ورکشاپونه  د معلوماتی تکنالوجی په برخه کی دایروی تر څو د انترنت او شبکی د رشد او پراختیا په موخه  ښه کارونه او فعالیتونه تر سره شی .

همدارنګه دافغانستان د شبکی معلوماتی مرکز دوهم فعالیت په هیواد کی د انترنیت استعمالونکو لپاره د دومین او ویب پانی د (.af) تر نامه لاندی ثبت او راجستریشن دی. تر څو خلک د انترنت په ‌ډګر کی یو بل ته ښه لاسرسی ولری او خپل نظریات له یو بل سره شریک کړی او د انترنت به نړی کی ښه

فعالیتونه تر سره کړی یعنی د خلکو لاسرسی انترنت ته ډیر زیات کړی او دغه خدمات ورځ تر بلی  هیوادوالو ته په ښه توګه ورسوی. نو له همدی امله د افغانستان د شبکی معلوماتی مرکز په هیواد کی د انترنت د ستون فقرات  په حیث ګڼل کیږی .