د سایبری پوهاوی

څرنګه چی د انترنت ډیری استعمالوونکی د انترنت د استعمال پر مهال له ګڼو انترنتی حملاتو یا بریدونو سره مخ کیږی او دوی خپل یو لړ شخصی یا رسمی معلومات د جعلی ایمیلونو یا ویب پاڼو د پوره پوهاوی د نشتوالی له امله کلیک کوی چی خپل د کمپیوتر معلومات له لاسه ورکوی یا د دوی کمپیوترونه یا مبایلونه هک کیږی او وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ کیږی چی په همدی ترتیب دوی بیا د سایبری برید ښکار ګرڅی نو لدی امله چی د دغسو سایبری بریدونو ښکار نه شوه نو باید لاندی څو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړو.

۱- د هویت ساتنه:

همیشه د مختلفو تکنالوژی وسایلو د استعمال لپاره له مختلفو نومونو او پاسوردونو څخه استفاده کوی او داسی سخت او مغلق پاسورد څخه کار اخلی چی د هکر د لوستلو نه وی همدارنګه خپل د تکنالوجیکی وسایلو پاسوردونه زر زر بدلوی تر څو ستاسو هویت تر یو حد پوری محفوظ وی .

۲- فایروال (د اور دیوال):

فایروال هم د مختلفو وایرسونو او هکرانو په مخنیوی کی مهم او رغنده رول لری نو لدی امله همیشه باید د کمپیوتر د ویندوز فایروال فعاله وی  تر څو تر یو حده د فایروال په مټ معلومات مو محفوظ او مصئون وی.

۳- انټی وایرس :

د انټی وایرس اسنټالول دیر اړین دی چی باید همیش مو په کمپیوتر کی لایسنس انټی وایرس نصب او انستال وی تر څو تر یو حده  د وایرسونو د ورود څخه په امان کی اوسو.

۴ - د جاسوسی وایرس بندول:

د جاسوسی وایرس بندول لپاره د جاسوسی وایرس ضد انتی وایرس نصب او اسنتال کړو تر څو هغه وایرسونه چی د جاسوسی په موخه زموږ کمپیوترونو یا شبکو ته راننوزی تر یو حده پوری مخنیوی وشی.

۵ - Operating System 

همیش باید خپل اپریټنګ سیستم ویندوز که هغه هر ویندیوز وی باید وکتل شی چی Update ده کنه که اپډید نه وی باید اپدید یی کړو .  

۶ - Backup :

د خپلو مهمو اطلاعاتو د خوندیتوب او ژغورنی لپاره باید همیش د خپلو معلوماتو بک اپ  (Backup ) واخلو او په یوه خوندی فضا کی یی د فلش یا هاردیسک په ذریعه وساتو.

۷ - د Wireless network  محافظت:

 وایرلس وایی فایی  (WiFi)  همیشه د خپل ځان سره خلاوی لری نو د دی خلا د بندولو لپاره باید وایرلس په ښه توګه عیار شی او د عیاریدو پر مهال ټول امنیتی تدابیر په پام کی ونیول شی.

۸ - غولوونکی بریښنالیکونه :

هیڅکله هغه بریښنالیکونه یا بریښنا لیک سره ضمیمه فایلونه چی تاسی یی رالیږونکی نه پیژنی کلیک مه کوی څکه کیدای شی دا فایلونه په وایرس اخته وی او د دی په کلیک سره ستاسی کمپیوتر په وایرس اخته شی او تاسی خپل مهم معلومات د لاسه ورکړی.

۹ - په خوندی توګه د ویب پانو څارل:

ډیر زیات پام مو وی کله چی خپل شخصی نوم پت نوم یا د مبایل شمیره د انترنت په دنیا کی له بل چا سره شریکوی ښه ځیر شی تر څو ډاډ مو حاصل شی چی دغه ویب پاڼه اعتباری ویب پانه ده  هر کله چی ډاډمن شوی بیا خپل شخصی معلومات یا اطلاعات د آنلاین شاپینګ یا انلاین خریداری لپاره شریک کړی تر څو د جعلی ویب پانو ښکار نشی .