د افغانستان د ډومینونو نوی پلورڼځی په کندهار ولایت

nic_admin
Sun, Dec 26 2021 10:38 AM
ژیری

لکه څرنګه چې جوته ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د 2003 کال څخه را پدیخوا، د درنو هېوادوالو د انترنټي خدمتونو د آسانتیاوو په موخه، د لس زرو (10000) ډومینونو په شا او خواکې یې راجستر کړي او د خدمت جوګه دی.

له همدې امله د کندهار درانه ولس ته زېری ورکول کېږي چې له دې وروسته دوی کولای شي د   دافغانستان د ډومینونو(.AF) د ترلاسه کولو په موخه، په مستقیمه توګه  TriStarانترنټي خدمتونو کمپنۍ ته مراجعه وکړي او د خپلې خوښې او اړتیا وړ ډومین ترلاسه کړي.

آدرس کندهار افغانستان